شاه وليکوټ ولسوالي

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ولسوال معلومات

د ولسوال نوم : حاجی فضل محمد غریب شاه 

زده کړي : د جمال کرز لیسه د ۱۲ فارغه

دنده : د شاوليکوټ ولسوالۍ ولسوال

د تليفون شمېره : ۹۳۷۰۰۳۱۱۰۰۴+

کاري تجربه : د ولایتي شورا وکیل، د خاکریز او تخت پول ولسوال په صفت دنده اجراء کړی.


دشاولیکوټ ولسوالی معلومات

شاوليکوټ ولسوالۍ ( ۲۲۰ ) کلي، ( ۲۲۰۰۰۰ ) دوه لکه شل زره نفوس او ( ۴۱۳ ) کيلومتره مربع مساحت لري.

نوموړې ولسوالي(۵)مکاتبه، یوه مدرسه، (۲)روغتیايي مرکزونه لري، همدارنګه دغه ولسوالي زراعتي ولسوالۍ ده چي د خټکيو، انګورو او غنمو ښه حاصلات ورکوي.

د شاوليکوټ ولسوالۍ څلورخواوي

شمال ته يې د ترينکوټ ولايت د چورې او چینارتو ولسوالۍ، جنوب ته يې کندهار دامان ولسوالۍ او ترنک او جلدک، ختیځ ته يې د زابل ولایت د مېزان ولسوالۍ او د کندهار میانشین ولسوالۍ همدارنګه لویدیځ ته يې  ارغنداب، خاکرېز او نېش ولسوالۍ موقيعت لري.