ارغستان ولسوالي

د ارغستان ولسوالۍ د ولسوال معلومات

د ولسوال نوم : حاجي بشیر احمد

د پلار نوم : حاجي عبدالحلیم

زده کړي : لیسانس

دنده : د ارغستان ولسوالۍ ولسوال

تليفون شمېره : ۹۳۷۰۰۲۰۰۲۰۳+

کاري تجربه : ۹ کاله ( ۷ کاله د ساختماني شرکت رئيس او ۲ کاله د همدې ولسوالۍ ولسوال )


د ارغستان ولسوالی معلومات

ارغستان ولسوالۍ (۳۷۲)کلي،(۱۲۰۰۰۰)یو لک شل زره تنه نفوس او(۳۸۹۶)کیلو متره مربع مساحت لرونکې ده.

نوموړې ولسوالي(۲۰)مکاتبه او(۵)روغتيايي مرکزونه لري، همدارنګه دغه ولسوالۍ زراعتي ولسوالۍ ده چي للمي غنم، جواري او انار پکښي موجود دي.

د ارغستان ولسوالۍ څلور خواوي شمال ته يې د زابل ولايت شهرصفا ولسوالي، جنوب ته يې معروف ولسوالي او د پاکستان پوله، ختیځ ته يې معروف ولسوالي او زابل ولايت او لویدیځ ته يې دامان، تخته پل او سپين بولدک ولسوالي موقيعت لري .