غورک ولسوالي

خپرونکی : نوید احمد نیکمل

غــــــــورک: 


حاجی دارو خان د یادی ولسوالی په اړه لیکی چی دغه ولسوالي د کندهار ښار شمال لوري ته شاوخوا د ١٠٠ کيلو متره په واټن پرته ده. یاده  ولسوالۍ له هلمند او روزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري. چی دا ولسوالي پوره څلور کاله د طالبانو تر واک لاندې وه، خو تېر کال د هغوى له ولکې وويستل شوه. په دغه ولسوالۍ کې شاو خوا ٨٠٠٠ وګړي ژوند کوي، چې ډېر يې په کرهڼه او مالدراۍ بوخت دي.