نېش ولسوالي

ښاغلى حاجی نا نی د نېش ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

نېش ولسوالي د كندهار ښار شمال لوري ته په ۷۵ كيلومترۍ كي پرته ده. د دې ولسوالۍ خلك بزګران دي، چي غنم، توره او سپينه زيره يې مهم پيداوار دي. خلك په دې ولسوالۍ كي اكثره شخړي او لانجې دسپين ږېرو د جرګې له لاري هواروي. په دې ولسوالۍ كي بېلابېل قومونه، لكه پوپلزي، باركزي، الكوزي، عليزي، هوتك او وزير ژوند کوي، چي زياتره يې پوپلزي او باركزي دي.

له كندهار ښار څخه د ولسوالۍ تر مركز پوري ۷۰كيلومتره سړك غزېدلى دئ، چي لا تر اوسه هم پوخ سوى نه دئ. نوموړې ولسوالي دترينكوټ د سړك سره د ۲۰ كيلومتره خام سړك په واسطه وصلېږي. بل سړك د ولسوالۍ له مركز څخه د شاه ولي كوټ تر پوخ سړك پوري غزېدلى دئ، چي هغه هم خام دئ.

لاسته راوړني:

د تېر يو نيم كال په اوږدو كي دې ولسوالۍ لاندي لاسته راوړني درلودلي دي:

  •  له نېش څخه تر پاج کوتل پوري ۲۰ كيلومتره سړك د IRD لخوا جوړونه په نيمګړى ډول.
  •  په پياده رازه كي RRD يو بند د ۲۴۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت جوړ كړ، چي له ګونيو څخه جوړسوى و او بېرته اوبو يووړى.
  • د قوماندانۍ تعمير د امريكايانو په مرسته د ۳۶۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت جوړسوى دى.
  • د اوبو۴۵ پمپونه د RRD لخوا جوړسوي دي.
  • د معارف رياست لخوا دوه ښوونځي تركار لاندي دي او يوه لېسه ترميم سوې ده
  •  ۲۶ كارېزونه په ۱۳۸۷ كال كي دRRD لخوا پاك سوي دي او اوسمهال اته كارېزه دRRD لخوا د پاكېدولپاره تر كار لاندي دي.

وړانديزونه:

نوموړې ولسوالي هيڅ تجهيزات نه لري او د دغي ستونزي په اړه دي عملي اقدام تر سره سي.

۷۰% خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاس رسى نه لري ، ۹۰% خلك روغتيايي آسانتياوو ته لاس رسى نه لري، چي بايد پدې اړه مرسته وسي.

هغه سړكونه چي خام دي بايد پاخه كړل سي.

د ولسوالۍ تعمير درې كاله مخكي دځانمرګي بريد په پايله کي ړنګ سوى دئ او بايد ورغول سي.

د ولسوالۍ په بازار كي ۴۵۰ دكانونه دي، چي نه برق لري او نه د څښاك اوبه او صرف دوې لاسي بمبې سته چي دابسنه نه كوي، هيله ده چي د څښاك اوبه ورته پيدا کړه سي.