ميانشين ولسوالي

خپرونوکی : نوید احمد نیکمل

ميانشين: 

ښاغلی اغانور چی د میانشین ولسوالی د ولسوال په حیث وظیفه اجرا کوی چی د دی ولسوالی په اړه لاندی معلومات درته وړاندی کوو،ميانشين ولسوالي د کندهار له شمالي ولسواليو څخه ده، چې له کندهار ښار څخه شاوخوا ٧٠ کيلومتره واټن لري، دغه ولسوالي له تېرو شپږو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، چې تېر کال دغه ولسوالي د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له واکه ووتله. دغه ولسوالي له ٣٥٣ وړو او لويو کليو څخه جوړه شوې او ٢٦ زره وګړي پکې ژوند کوي، چې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي.