ډنډ ولسوالي

خپرونکی : نوید احمد نیکمل

 

 

ښاغلى حاجی محمد اکبر  د ډنډ ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د ډنډ ولسوالي د كندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كي جنوب ختيځ لوري ته پرته ده. د ۱۳۰۷ كال راپه دې خوا رسمي سوې ده او په كار يې پيل كړى دئ. په دې ولسوالي كي ټوله ۱۶۰۰۰۰ وګړي چي بېلابېل قومونه دي مېشت دي، له دې قومونو څخه يې زياتره باركزي، اڅكزي، الكوزي، پوپلزي، سيدان، كاكړان او همدارنګه نور لكه اهل تشيع، وزيران او خلجي چي شمېر يې كم دئ، په دې ولسوالۍ كي ژوند كوي. په دې ولسوالي كي ۱۷۵ كلي سته، چي د هركلي د نفوسو شمېر په اوسط ډول ۹۵۰ تنوته رسېږي.  د دې ولسوالۍ ۸۰% وګړي په بزګرۍ، ۱۰% په مالدارۍ او پاته ۱۰% يې په ورځني مزدوركارۍ بوخت دي. دا ولسوالي ۲۵۰۲۰۰ جريبه د كښت ځمكه لري، للمي ځمكه نه لري. تقريباً ۵۶۷۶ جريبه ځمكه يې د هستوګني ده. ۹۲۰ جريبه ځمكه يې د كندهار ښار د تعميراتو جوړولو لپاره پخه خښته تهيه كوي. د دې ولسوالۍ مهم پيداوار جواري، وربشي، ماش، ريحان، سبزيجات، انګور او انار دي. نوموړې ولسوالي ۴۸ عمومي او ۸۴ فرعي سړكونه لري.
د ډنډ ولسوالي يوه تاريخي، فرهنګي او كلتوري ولسوالي ده، چي ډېر تاريخي ځايونه او زيارتونه پخپله غېږه كي لري لكه :د جمال بابا زيارت، ميا نورمحمد صاحب، ملادوران، ، شيرين جان پير، شهزاده آغا، شېرسرخ بابا،  شين غزى اصحابي، صابرشاه ملنګ او ابراهيم خليفه بابا زيارتونه شتون لري.
هغه مؤسسات چي په ډنډ ولسوالي كي د كرهڼي، پوهني، او بيارغوني كارونه پر مخ بيايي په لاندي ډول دي:
PRT,AFO,WFP,WHO,UN,AHDS,CIDA,JICA

په اداري برخه كي:

ټولو ورځنيو چارو ته رسيده ګي سوي او ټولي اړوندي چاري د لوړو مقاماتو سره په تفاهم حل سوي او نورو مقاماتو ته ليږل سوي دي. په ۱۳۸۷ كال كي د ډنډ ولسوالي څخه ۳۱۷ مكتوبونه صادر او ۱۸۰ مكتوبونه و دي ولسوالى ته وارد سوي دي.

د كرهڼي او مالدارۍ په برخه كي :
د ډنډولسوالي ۲۵ بابه ثبت او راجستر سوي زراعتي

كوپراتيفونه لري چي په دغه ولسوالۍ كي تېركال په ۳۰۰۰۰ جريبه ځمكه غنم كرل سوي او په اندازه د ۱۴۴۰۰ ټنه يې دغنمو حاصلات توليد كړي دي. دانګورو باغونه يې تقريباً ۱۲۰۰۰ جريبه ځمكه او دانارو باغونه په ۱۵۰۰ جريبه ځمكه كي كرل سوي دي.
دښار ۴۵% دسبزيجاتو او تركارۍ اړتياو دهمدغه ولسوالۍ څخه پوره كېږي،د تېركال په خزاني كمپاين كي د ولايتي بيارغوني ټيم په مرسته د ډنډ ولسوالۍ بزګرانوته د۱۱۰۰ پارسله په مقدار دغنمو اصلاح سوى تخم او معادل كود يې چي ۱۱۰۰ پارسله توركود او ۲۲۰۰۹ پارسله سپين كود ووداصلي قېمت څخه ۲۵% په ټيټ قېمت توزيع سوي دي.

بيارغونه:
دډنډ ولسوالۍ تعمير دثبات او ټينګښت پروګرام  لخواجوړ سويدى .
په تېركال كي (۱۳۸۷ ) دډنډ په ولسوالۍ كي ۸ بابه ښوونځۍ جوړي شويدي چي د پنځو ښوونځيو د تعمير كار تكميل شويدى او ۳ بابه تر كار لاندي دي.
د NABDP لخوا ۲۵ پروژې تكميل سوي دي.

دNSP د پروګرام لخوا ۸ پروژې رواني دي، ۶۳ تكميل دي چي جمله پروژې په دغه ولسوالۍ كي د NSP لوى او كوچنۍ پروژې و ۴۵۱ ته رسېږي. . دډنډ په ولسوالۍ كي ۵ كلينيكونه موجوددي چي په هغه كي ۹۱ محلي روغتيايي كاركوونكي (CHW ) او۳۸ واكسيناتوران سته، چي په دوامداره ډول واكسينونه پرخپل وخت تطبيق كوي.
دآيساف لخوا ۸۳ پروژې په راتلونكي كي په نظركي دي چي دبيارغوني دنوي ستراتيژۍ او ښه حكومت دارۍ په اساس په ډنډ ولسوالۍ كي به پلي سي.
دولسوالۍ دمركز څخه تركندهار ښار پوري ۶ كلومتره سړك پوخ دى چي په ۱۳۸۷ كال كي يې كار پاى ته رسېدلى او د جايكا په مالي مرسته د SITA كمپنۍ جوړكړيدى.

وړانديزونه:

  •  دډنډ ولسوالۍ وګړي ښه امنيت، روغتيايي خدمتونه، كرهڼه –مالداري او دمعارف پرمختګ غواړي.
  • امنيتي تجهيزات بايد زيات سي.
  • روغتيايي مراكز بايد په اساسي ډول تجهيز او اكمال سي.
  • ښوونځۍ بايد تجهيز او دښوونكو امتيازات  لوړسي.
  • دبزګرانو لپاره ډول، ډول كرهڼيز ماشينونه،اصلاح سوي تخمونه، كيمياوي سري د امراضو او آفاتو ضد درمل او نور ورسول سي.
  • دمامورينو امتيازات  بايد لوړاو ورته نقليه وسايط برابر سي.