تخته پل ولسوالي

 

خپرونکی : نوید احمد نیکمل

 

ښاغلى شاه ولی خان  د تخته پول ولسوال، د دغي ولسوالۍ په اړه ليکي:

د تخته پل ولسوالي دكندهارښار او سپين بولدك پر لويه لاره په۴۰ كيلومترۍ كي پرته ده.

د نوموړي ولسوالۍ زيات خلک په كرهڼه اومالدارۍ بوخت دي او زيات شمېر اوسيدونكي يې اڅكزى، پوپلزي، نورزي، عليزي او خونديان دي، چي لوى قومونه يې اڅكزي او پوپلزي دي، چي تقريباً ټول نفوس يې ۵۰ زره تنو ته رسيږي او يو شمير خلک يې له خپلي ولسوالۍ څخه مهاجر سوي دي.

په نسبي ډول ډاډمن امنيت لري. ۱۱۵ كلي لري چي ۴۳ د ملي پيوستون شوراګانې پكښي فعاليت لري. ۱۶ زره جريبه ځمكه يې زراعتي ده. ۴۲ زره جريبه مځكه يې للمي ده او ۴۹۱۰ جريبه مځكه رهايشي ده.

په دې ولسوالۍ كي د WFPپه مرسته۱۲۶ ناوران رغول سوي او ۱۱ ويالې او ۳۹ كاريزونه يې پاك كړي دي.

د پي آر ټي له لوري د تخته پل په ولسوالۍ كي درې برمې وهل سوي. د كليو او پراختيا رياست له لوري د انكشافي شورا لپاره د ۸۳ زره امريكايي ډالرو په ارزښت تعمير د جوړيدو په حال كي دئ.

په دې ولسوالۍ كي هغه پروژې چي تكميل او دتكمېلېدو په حال كي دي، په لاندي ډول دي:

د لاسي بمبو پروژه

د تشناب جوړولو پروژه

د كانال پاکولو پروژه

د ولسي مركز پروژه

د پلچكانو پروژه

دپس كوڅو د لښتيانو جوړولو پروژه

د ګابين دېوال پروژه

د كارېزپاکولو پروژه

د محافظوي دېوال پروژه

پر سړك باندي د جغل اچولوپروژه

د خياطۍ پروژه

د اوبود زخيرې پروژه

د پورته پروژو څخه د تشناب جوړولو پروژه او د ولسي مركز جوړولو پروژې دتكميلېدو په حال كي دي او پاته نوري يې دمختلفو ارګانو لخوا تكميل سوي دي.