غورک ولسوالي

د غورک ولسوالۍ د ولسوال معلومات

د ولسوال نوم :حاجي جمعه خان

د پلار نوم : حاجي عبدالغني خان

زده کړي : بکلوریا

دنده : د غورک ولسوالۍ ولسوال

تليفون شمېره : ۹۳۷۰۳۶۵۸۶۸۹+

کاري تجربه : ۱۵ کاله ( ۱۰ کاله د ولسوالۍ شورا رئيس او ۵ کاله د ولسوالۍ ولسوال )


دغورک ولسوالی په اړه معلومات

غورک ولسوالۍ د(۱۸۰)کليو او(۸۵۰۰۰)نفوس لرونکې ده. په غورک ولسوالۍ کي(۹)مکاتب او(۲)روغتيايي مرکزونه شتون لري،

همدارنګه دغه ولسوالۍ زراعتي ولسوالۍ ده چي د توري ذيرې، سپيني ذيرې، جواريو، غنمو او انارو د باغونو لرونکې ده.

د غورک ولسوالۍ څلور خواوي: شمال ته يې اروزګان ولايت، جنوب ته يې میوند ولسوالۍ، ختیځ ته يې خاکرېز ولسوالۍ او لویدیځ ته يې د هلمند ولايت د سنګین ولسوالي موقيعت لري.