نېش ولسوالي

د نېش ولسوالۍ د ولسوال معلومات

د ولسوال نوم : حاجي خواجه محمد طراح

د پلار نوم : حاجي الله داد

زده کړي : بکلوریا

دنده : د نېش ولسوالۍ ولسوال

د تليفون شمېره : ۹۳۷۰۰۳۰۱۰۲۵+

کاري تجربه : (۲۰) کاله (د انکشافي شورا ریئس، معاون، منشي، او له ۵ کاله راهيسي ولسوال)


دنېش ولسوالی معلومات

نېش ولسوالۍ ۷۹ کلي، زيات وکم (۹۵۰۰۰) پینځه نوي زره تنه نفوس او(۵۰۰۰)پینځه زره کیلو متره مربع مساحت لري.

نوموړې ولسوالۍ ۹مکتبونه او۳روغتيايي مرکزونه لري، همدارنګه دغه ولسوالۍ زراعتي ولسوالۍ ده چي د انګورو، انځرو، بادامو، غنمو، ذيرې او ماشو ښه حاصلات ورکوي.

د نېش ولسوالۍ څلور خواوي :

شمال ته يې د ترینکوټ مرکز، جنوب ته يې خاکرېز او شاولیکوټ، ختیځ ته يې شاولیکوټ او لویدیځ ته يې د غورک او ده راوت ولسوالۍ موقيعت لري.