تخته پل ولسوالي

.

د تخته پل  ولسوالۍ دولسوال معلومات

د ولسوال نوم : شاولي خان اڅکزی

د پلار نوم: حمیدالله خان اڅکزی

زده کړي : بکلوریا او برحاله محصل

دنده : د تخته پل ولسوالۍ ولسوال

د تليفون شمېره : ۹۳۷۰۰۷۷۷۷۴۰+

کاري تجربه :۱۵ کاله(په بېلابېلو برخو کي زراعت، سرحدات او قبایلو چارو ریاستونو کي او له ۳ کالو راهيسي د تخته پل ولسوالۍ ولسوال)


دتخته پل ولسوالی معلومات

تخته پل ولسوالۍ (۱۶۰)کلي، (۷۰۰۰۰)اويا زره نفوس او (۴۳۲۰)کيلومتره مربع مساحت لري. 

په نوموړې ولسوالۍ کي (۱۲) مکاتب او (۱)روغتيايي مرکز شتون لري، همدارنګه دغه ولسوالۍ غرنۍ ولسوالي ده چي زياتره اوسېدونکي يې په مالدارۍ باندي بوخت دي.

د تخته پل ولسوالۍ څلور خواوي:

شمال ته يې دامان ولسوالي، جنوب ته يې ریګستان او بولدک، ختیځ ته يې بولدک او ارغستان او لویدیځ ته يې ډنډ ولسوالي موقيعت لري.